نېټه: یکشنبه / ۲۳ / ذی القعده / ۱۴۴۷ هـ ق
د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت د مالي او اداري چارو نوی رئیس، ملا احمد ولي ، د یاد امارتي شرکت د اجرائیوي رئیس مولوي عبدالله مسلم له لوري کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
په دغې معرفت غونډه کې چې ولایتي مسؤولینو هم ګډون کړی و، د یاد امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي عبدالله مسلم د مالي او اداري چارو تازه ګومارل شوي رئیس ته په چارو کې د بریا او پرمختګ هیله څرګنده کړه.
د ناستې په پای کې، ښاغلي د مالي او اداري چارو رئیس ډاډ ورکړ چې د ادارې د پرمختګ لپاره به اغېزمن او عملي ګامونه اخلي او د کیفیت د لوړولو لپاره به نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.