دهلمند دبست دپنبی اونباتی غوړیو دولتی شرکت په ۱۳۴۶هــ ش کال کی(د تصدی بست پنامه) د برتانی هیواد په مرسته دهیواد د جنوب غرب په حوزی کی د کروندګروڅخه د دانه لرونکی پنبی د پیرودلواود اقتصادی ودی اوپرمختګ په موخه تآسیس اوپه فعالیت یی شروع کړیدی اویو انتفاعی نهاد دی چه د ۲۲۵ میلیونوافغانیود ابتدائی پانګی په ارزښت اود۲۵ څخه تر۳۰ زره ټنو په ظرفیت دهـلـمنـد ولایت د لشکرګاه په ښارکی پــه ۸۰ جریبه مځکه کی جوړ شویدی .
زموږ خدمتونه
د هلمند د بست د پنبی اونباتی غوړیودولتی شرکت
محلوچ پنبه
د بست د دولتی شرکت محلوج پنیه د لوړ کیفیت لرونکی دی د ابتدایی فعالیت څخه بیا تراوس محاله فعالیت پوری په اولنی کیفیت او کمیت تولید کوی چی نړیواله بڼه لری.
غوړي
– د بست د دولتی شرکت د غوړیو تولید د عالی اولوړکیفیت لرونکی دی چی په (۱۴۰۱) کال کی به (۵۰۰) ټنه تولید ولری او بازارته به یی وړاندی کړی.
صابون
د بست د دولتی شرکت د ښه کیفیت لرونکی دی په (۱۴۰۱) کال کی به (۲۲۳۰۰۰) کلچی صابون (۲۰۰ ګرامه) تولید کړی او مارکیت / بازار ته په مناسب قیمت وړاندی کړی.
پوستک
د بست دولتی شرکت تولید پوستک چی د سونګ مواد د خلکود کورونو اړتیا ده تولید وی او خلک د غذایی موادو په پخولواوکورونو تودولوکی استفاده ورڅخه کوی.
کنجاره
– د بست د دولتی شرکت تولید کنجاره چی خالص د پنبی د مغز څخه جوړه شوی او په جوړښت یا ترکیب کی پوستک ، لنتر پنبه او پوخه د پنبه دانی نلری.
لنتر
د بست د دولتی شرکت د لنتر پنبی تولید چی په فرنیچر، سیټانو کی یی د ترکاڼی فابریکی استعمالوی سږکال (۱۴۰۱ کی به( ۷۴) ټنه لنتر پنبه تولید کړی.
نورو معلوماتو ته اړتیا لرئ؟
د خبرو اترو معلومات چمتو کړئ او موږ به ژر تر ژره تاسو ته ورسیږو
-