د هلمند د بست د پنبی اونباتی غوړیودولتی شرکت پیژندنه
دهلمند دبست دپنبی اونباتی غوړیو دولتی شرکت په ۱۳۴۶هــ ش کال کی(د تصدی بست پنامه) د برتانی هیواد په مرسته دهیواد د جنوب غرب په حوزی کی د کروندګروڅخه د دانه لرونکی پنبی د پیرودلواود اقتصادی ودی اوپرمختګ په موخه تآسیس اوپه فعالیت یی شروع کړیدی اویو انتفاعی نهاد دی چه د ۲۲۵ میلیونوافغانیود ابتدائی پانګی په ارزښت اود۲۵ څخه تر۳۰ زره ټنو په ظرفیت دهـلـمنـد ولایت د لشکرګاه په ښارکی پــه ۸۰ جریبه مځکه کی جوړ شویدی .
شرکت دری فعاله تولیدی دستګاه وی اوڅلور تخنیکی دستګاه وی لری:
- حلاجی دستګاه په ظرفیت د۹۰ تر۱۱۰ ټنه دانه لرونکی پنبی په ۲۴ ساعته کی پروسسول.
- دغوړیو دتصفیی اوصابون جوړولودستګاه په ظرفیت د۱۰،۵ ټنه دغوړیوتولید په ۲۴ ساعته کی تولیدول.
- دغوړیو دتصفیی اوصابون جوړولودستګاه په ظرفیت د۱۰،۵ ټنه دغوړیوتولید په ۲۴ ساعته کی تولیدول.
- څلورتخنیکی دستګاه وی لکه- دبخار دستګاه، ددیزل جنراتورو دستګاه ، دورکشاپ دستګاه اود برق اوریواینډ دستګاه.
لرلید
د پخو شویو غلو د پروسس صنعت وده او پراختیا او د پخلي محلوچ، تیلو، صابون، کونجاره، لنتر او پوستکي تولید د منل شویو معیارونو سره سم.
ماموریت
د کروندګرود پنبی محصول پیرل ،د پنبی صنعت ته وده ورکول او د دانه لرونکی پنبی پروسسول او تولیدات (محلوج پنبه، غوړی، صابون، کنجاره، لنترپنبه اوپوستک) پلاس راوړل، تولید داخلی اوخارجی مارکیت ته دعوایدو د لاسته راوړلوپه موخه وړاندی کول.
موخی
- د سیمی دکروندګرو د پنبی محصول رانیول.
- د دانه لرونکی پنبی پروسسول او تولیدات پلاس راوړل.
- د دولت اوخلکو اقتصادی پیاوړتیا اووده .
- خلکوته د کارزمینه بـــــــــرابـــــــــرول.
- دنساجیوفابریکواومه مواد برابــــــــرول.
- دپنبی دصنعت وده اومارکیت ته تولیدات وړاندی کول.
- ددولتی اوخصوصی سکتوروسره همږغی اودخصوصی سکتورسرمایه جلبول.
پیرودونکي
The clients of the company are individuals, whether they are men or women, shopkeepers, tradesmen and industrialists in the provinces and districts. Products such as oil and soap are supplied to customers in the company’s store. Kanjara Volantar is mainly sold in the markets inside the province and outside the province, and the mature Mahlouch was usually exported in the markets inside the country and in the past also outside the country. The profit and income of the company is moderate if the production material is supplied in the market on time.