د شرکت محصولات

د شرکت تولید شوي محصولات تیل، صابون، کینجاري، لالټین او پوستکي دي، چې د هیواد په داخلي بازارونو کې په مناسب (مناسب) نرخ پلورل کیږي. دا چې د شرکت محصولات په بازارونو کې د عامو خلکو، هټیوالو، سوداګرو، سوداګرو لخوا کارول کیږي، بیا هم اکثره عام خلک د اړتیا وړ تیل او صابون له هغه پلورنځي څخه ترلاسه کوي چې د پیرودونکو د اسانتیا لپاره جوړ شوی.

د یادولو وړ ده چې د غوره شرکت لخوا تولید شوي توکي د کیفیت لرونکي دي او د وارداتي توکو او خصوصي سکتور په پرتله ډیر پیرودونکي لري.

محلوچ پنبه

د بست د دولتی شرکت اساسی تولید محلوج پنبه دی چی سږ کال (۱۴۰۱-۱۴۴۴) کی به ( ۱۲۸۴) ټنه د محلوج پنبی تولید په دری کنګوریو/سورت چی الیاف یی (۳۵) ملی مترپوری وی په ملی اوبین المللی منل شویو استندرد تولید ولری. د بست د دولتی شرکت محلوج پنیه د لوړ کیفیت لرونکی دی د ابتدایی فعالیت څخه بیا تراوس محاله فعالیت پوری په اولنی کیفیت او کمیت تولید کوی چی نړیواله بڼه لری نساجیو فابریکو ته منل شوی با کیفیته تولید دی او شرکت مخکی کلونو کی محلوج پنبه خارج هیوادو ته صادرول، اوس محال داخلی خصوصی شرکتونه د محلوج پنبی د شرکت سره د قرارداد په ډول پیری داخلی او بهرنی مارکیتو ته یی صادروی په تولیدی ساحه کی د بست دولتی شرکت د خصوصی شرکتونو سره همږغی دی.

غوړي

د بست د دولتی شرکت د غوړیو تولید د عالی اولوړکیفیت لرونکی دی چی په (۱۴۰۱) کال کی به (۵۰۰) ټنه تولید ولری او بازارته به یی وړاندی کړی چی یاد غوړی کلسترول نلری د صابونی موادو څخه خالص په مدرنه اوفنی بڼه تصفیه شوی او لابراتوار شوی غوړی دی چی زیات مشتریان لری او ددی شرکت د غوړیو تولید ډیرعام خلک خوښوی او ولسوالیو کلیو او قریوته یی وړی ، شرکت همیشه زیار باسی باکیفیته تولیدات هیوادوالوته په مناسب قیمت وړاندی کړی.

صابون

د بست د دولتی شرکت د ښه کیفیت لرونکی دی په (۱۴۰۱) کال کی به (۲۲۳۰۰۰) کلچی صابون (۲۰۰ ګرامه) تولید کړی او مارکیت / بازار ته په مناسب قیمت وړاندی کړی ، د شرکت صابون زیات مشتریان لری چی همزمان د تولید سره په پلور رسیږی، د کیفیت په لحاظ که څه هم په ابتدای ډول برش شوی او لیبل نلری خو بیا هم خلک یی زیات خوښوی او رانیسی یی او شرکت کوښښ کوی چی صابون په مدرن اوعصری ډول څنګه چی د مارکیت تقاضا ده برش اولیبل کاری کړی اووطنی تولید بازار ته وړاندی کړی.

پوستک

د بست دولتی شرکت تولید پوستک چی د سونګ مواد د خلکود کورونو اړتیا ده تولید وی او خلک د غذایی موادو په پخولواوکورونو تودولوکی استفاده ورڅخه کوی ، شرکت د پوستکو تولید د بخار انرژی په تولید کی هم استقاده کوی اوبخار د مغز ، غوړیو او صابون په پخولوکی مصرفوی. پوستک هم لکه نورتولیدی محصولات شرکت دعوایدو یوه برخه تشکیلوی.

کنجاره

د بست د دولتی شرکت تولید کنجاره چی خالص د پنبی د مغز څخه جوړه شوی او په جوړښت یا ترکیب کی پوستک ، لنتر پنبه او پوخه د پنبه دانی نلری په کال (۱۴۰۱) کی به (۱۶۵۰) ټنه د کنجاری تولید ولری د شرکت کنجاره په ‌‌ذایقی خوږه او ۶٪ روغنداره د پروتینو غنی حیوانی غذا ده ، شرکت په پرچون او عمده ‌ډ ول بازار ته وړاندی کوی دشرکت اکثره د کنجاری مشتریان د سړو سیمو کاروباریان دی او په زیاته پيمانه یی پيری او سړو سیموته یی انتقالوی دسړو سیمی مالداران د کنجاری تولید څخه خوښی ښکاره کوی.

لنتر پنبه

د بست د دولتی شرکت د لنتر پنبی تولید چی په فرنیچر، سیټانو کی یی د ترکاڼی فابریکی استعمالوی سږکال (۱۴۰۱ کی به( ۷۴) ټنه لنتر پنبه تولید کړی ، لنتر پنبه اوس محال زیات مشتریان لری او شرکت ته پیر لپاره مراجعه کوی، د خصوصی سکتور فابریکی دا بڼه لنترپنبه تولید نه لری یوازی د بست دولتی شرکت ددی تولید څخه برخمن دی چی ددی تولید څخه عواید پلاس راوړی.