د هلمند د بست د پنبی اونباتی غوړیودولتی شرکت پیژندنه

دهلمند دبست دپنبی اونباتی غوړیو دولتی شرکت په ۱۳۴۶هــ ش کال کی(د تصدی بست پنامه) د برتانی هیواد په مرسته دهیواد د جنوب غرب په حوزی کی د کروندګروڅخه د دانه لرونکی پنبی د پیرودلواود اقتصادی ودی اوپرمختګ په موخه تآسیس اوپه فعالیت یی شروع کړیدی اویو انتفاعی نهاد دی چه د ۲۲۵ میلیونوافغانیود ابتدائی پانګی په ارزښت اود۲۵ څخه تر۳۰ زره ټنو په ظرفیت دهـلـمنـد ولایت د لشکرګاه په ښارکی پــه ۸۰ جریبه مځکه کی جوړ شویدی .

شرکت دری فعاله تولیدی دستګاه وی اوڅلور تخنیکی دستګاه وی لری:

  1. حلاجی دستګاه په ظرفیت د۹۰ تر۱۱۰ ټنه دانه لرونکی پنبی په ۲۴ ساعته کی پروسسول.
  2. دغوړیو دتصفیی اوصابون جوړولودستګاه په ظرفیت د۱۰،۵ ټنه دغوړیوتولید په ۲۴ ساعته کی تولیدول.
  3. دغوړیو دتصفیی اوصابون جوړولودستګاه په ظرفیت د۱۰،۵ ټنه دغوړیوتولید په ۲۴ ساعته کی تولیدول.
  • څلورتخنیکی دستګاه وی لکه- دبخار دستګاه، ددیزل جنراتورو دستګاه ، دورکشاپ دستګاه اود برق اوریواینډ دستګاه.

لرلید

د پخو شویو غلو د پروسس صنعت وده او پراختیا او د پخلي محلوچ، تیلو، صابون، کونجاره، لنتر او پوستکي تولید د منل شویو معیارونو سره سم.

ماموریت

د کروندګرود پنبی محصول پیرل ،د پنبی صنعت ته وده ورکول او د دانه لرونکی پنبی پروسسول او تولیدات (محلوج پنبه، غوړی، صابون، کنجاره، لنترپنبه اوپوستک) پلاس راوړل، تولید داخلی اوخارجی مارکیت ته دعوایدو د لاسته راوړلوپه موخه وړاندی کول.

موخی

  1. د سیمی دکروندګرو د پنبی محصول رانیول.
  2. د دانه لرونکی پنبی پروسسول او تولیدات پلاس راوړل.
  3. د دولت اوخلکو اقتصادی پیاوړتیا اووده .
  4. خلکوته د کارزمینه بـــــــــرابـــــــــرول.
  5. دنساجیوفابریکواومه مواد برابــــــــرول.
  6. دپنبی دصنعت وده اومارکیت ته تولیدات وړاندی کول.
  7. ددولتی اوخصوصی سکتوروسره همږغی اودخصوصی سکتورسرمایه جلبول.

پیرودونکي

د شرکت پیرودونکي د متوسط ​​​​او زاړه خلک دي چې نارینه او ښځینه، دوکانداران، سوداګر او د ولایتونو او ولسوالیو کورني صنعتکاران پکې شامل دي، د شرکت په پلورنځي کې پیرودونکو ته تولیدي توکي لکه تیل او صابون وړاندې کیږي. کونجیر ویلانتر په عمده توګه د ولایت دننه او بهر په بازارونو کې پلورل کیږي ، او مهلوچ معمولا په کورنیو بازارونو او په تیرو وختونو کې بهر ته صادریدل. د شرکت ګټه او عاید اوسط دی، کوم چې خپل محصولات په وخت سره بازار ته عرضه کوي.