د امارتي شرکتونو لوی ریاست د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت اړوند د ګرشک حلاجي فابریکې ۵۰ جریبه ځمکه، چې د کندهار ـ هرات پر لویه لاره موقعیت لري، له لاندې تاسیساتو او جایدادونو سره یوځای د اجارې لپاره وړاندې کېږي:
ـ دوه بابه د وچې او تازه مېوې خونې
ـ د فابریکې دننه پنځه باب ګُدامونه

هغه اشخاص، شرکتونه او پانګوال چې غواړي د پورته یادو شویو جایدادونو په اړه طرحه، نظر او یا د فعالیت وړاندیز ولري، کولای شي خپله مفصله طرحه د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۲۶ /۲ /۱۴۰۵ نېټې پورې د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت ته وسپاري .

ټولې ترلاسه شوې طرحې به تر تخنیکي او اقتصادي تحليل وروسته وڅېړل شي او غوره طرحه به مناسب فعاليت ته په کتو سره انتخاب شي.

یادونه: دغه جایداد د نظرسنجۍ لپاره وړاندې شوی، ترڅو تر ټولو مناسب، ګټور او عملي فعالیت لپاره په اجاره ورکړل شي.

پته: د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت ـ هلمند