د نظر اخیستنې خبرتیا
د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت خپل اړوند مازاد جایدادونه په لاندې ډول د اجارې په موخه د نظر اخیستنې لپاره وړاندې کوي:
۱- (۲ جریبه) رهایشي ځمکه، د لشکرګاه ښار د کندهار عمومي سړک پر غاړه، د ملي پولیسو د روزنیز مرکز ترڅنګ.
۲- (۲ جریبه، ۲ بسوې او ۵ بسواسې) اداري ساحه، د لشکرګاه ښار د امنیې قوماندانۍ ترڅنګ، د پارکینګ لپاره مناسبه ځمکه.
پورته یاد شوي ملکیتونه د اجارې لپاره وړاندې شوي دي.
هغه اشخاص، شرکتونه او پانګوال چې غواړي د یادو جایدادونو په اړه طرحه، نظر یا د فعالیت وړاندیز وړاندې کړي، کولای شي خپله مفصله طرحه د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر (۲۷/۲/۱۴۰۵) نېټې پورې یاد امارتي شرکت ته وسپاري.
ټولې ترلاسه شوې طرحې به د تخنیکي او اقتصادي تحلیل وروسته وڅېړل شي، او غوره طرحه به د مناسب فعالیت له مخې انتخاب شي.
یادونه: دغه جایدادونه د نظر اخیستنې لپاره وړاندې شوي دي، ترڅو تر ټولو مناسب، ګټور او عملي فعالیت ته په کتو سره په اجاره ورکړل شي.
والسلام
د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت