د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حمل میاشتې په ۳۱مه نېټه، چې د دوشنبې له ورځې سره برابره ده، د اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه یو مهم او ګټور درې ورځنی ورکشاف پیل شو، چې په بریالیتوب سره یې درې واړه ورځې بشپړې شوې.
یاد ورکشاف د دې لپاره تنظیم شوی و، تر څو اداري کارکوونکي وکولای شي د کنټرول او کیفیت په مورد لازم مسلکي مهارتونه او نوې تجربې ترلاسه کړي او په ورځني کاري بهیر کې ترې اغېزمنه ګټه پورته کړي.
په دې درې ورځني ورکشاف کې بېلابېل مهم موضوعات لکه د کار د کیفیت لوړونه، کنټرول ، د مسؤلیتونو پر وخت او سمه اجرا، او د کاري چاپېریال ښه والی په مفصل او واضح ډول تشریح شول.
د ورکشاف په بهیر کې ګډونوالو فعاله ونډه واخیسته، خپلې پوښتنې او نظریات یې شریک کړل، چې دا چاره د موضوعاتو د لا ښه درک سبب وګرځېده.
په پای کې، یاد ورکشاف په بریالیتوب سره پای ته ورسېد او ګډونوالو ترې د بشپړ رضایت څرګندونه وکړه. همدارنګه ټینګار وشو، چې د ورته روزنیزو پروګرامونو دوام د اداري ظرفیت د لا پیاوړتیا لپاره ډېر مهم دی.