ټولو هېوادوالو (رهنمايي معاملاتو) ته خبر ورکول کېږي، چې د هلمندبست امارتي شرکت ملکیت آپارتمان هوس تجارتي او رهایشي مارکېټ اوسنی (نوی عصري موبایل پلازه) چې په مشارکتي ډول د (۲۰) کلونو لپاره په قرارداد ورکړل شوی او د کرایي عواید یې د سهم فیصدۍ پر اساس ټاکل کېږي، ۶۰ فیصد عواید یې (د نوی عمري ساختماني او تجارتي شرکت) ته تعین شوي او ۴۰ فیصد عواید یې د هلمندبست امارتي شرکت ته ورکول کېږي.
په همدې اساس، جوړشوی دوکانونه او کورونه يواځي په کرائیه ورکول کيږي ، قطعي خرڅلاو، ګروي او یا په تضمین ورکول یې مطلق بند دي.
د دې له امله، چې په آینده کې د حقوقي ستونزو سره مخ نشي، خبرتیا درکول شوه.
والسلام
د هلمندبست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت