د کرنیزو چارو د پراختیا صندوق (ADF)دکندهار اوهلمند ولايتونو مئسولين ، د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازو او همدارنګه د هلمند ولایت د خصوصي فابریکو استازو د هلمند بست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت له اجرائیوي رئیس سره لیدنه ترسره کړه.
په دې ناسته کې راغلي پلاوي د دانهداري پنبې د پروسس او د ګډې پانګونې د طرحې پر ارزونې، تطبیق او عملي اړخونو هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د یادونې وړ ده چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ محترم ریاست د استازي په شمول، د هلمند بست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت، د ۱۱ خصوصي فابریکو او د کرنیزو چارو د پراختیا مؤسسې ترمنځ د دانهداري پنبې د پروسس او پانګونې طرحه څه موده وړاندې ترتیب شوې او د منظورۍ په موخه لوړو مقاماتو ته استول شوې ده.
د دې طرحې اساسي موخه په هلمند ولایت کې د کروندهګرو اقتصادي ملاتړ، د کرنیزو محصولاتو د ارزښت لوړول، د تولیدي بهیر پیاوړتیا او د پانګونې له لارې د دوامدارو اقتصادي فرصتونو رامنځته کول دي. د یادې طرحې له مخې به یاد شرکتونه او نهادونه په ګډه پانګونه وکړي .او د دانهداره پنبې د پروسس او تولیدي موادو د عرضې په برخه کې به اغېزمن فعالیتونه ترسره کړي.
په پای کې، د هلمند بست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، الحاج مولوي عبدالله مسلم، د راغلي پلاوي او د خصوصي فابریکو مسؤلینو د هڅو ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې په نږدې ورځو کې به یادې طرحې ته د عملي کېدو زمینه برابره شي او د هغې د تطبیق چارې به پیل شي.