د دوشنبې ورځ په ۱۴۴۷/۹/۲۰ نېټه د هلمند بُست امارتي شرکت د اجرائیوي رئیس الحاج مولوي عبدالله مسلم په مشری غونډه ترسره سوه، په یاده غونډه کې د شرکت د اجرائیه کمېټي ټولو غړو ګډون کړی وو پر ځینو مهمو مضوعاتو بحث وسو. د جلسې د پایلې په نتیجه کې د شرکت د غیر اساسي عوایدو د منابعو تثبیت ، د جایدادونو څخه مؤثري استفادې او د اساسي طرحو جوړولو او د شرکت د امارتي کورونو(جایدادونو) د کرایې تثبیت(قراردادونو) د مالي او تخنیکې موضوعاتو په اړه لازم تصمیمونه ونیول سول.