د هلمند بٌست امارتي شرکت د ۵۶ بابه دوکانونو د ساختماني چارو د سرته رسولو او رغولو د افرپرانستنې جلسه د امارتي شرکتونو محترم لوی ریاست او هلمند ولایت محترم مقام لخوا د ټاکل سوي هیئت په حضور کې تر سره شوه . یاد ۵۶ بابه مؤقتي دوکانونه د هلمند بٌست امارتي شرکت د شمالي دېوال په امتداد جوړېږي چې عامو خلکو او کاروباریانو ته به د کار زمينه برابره شي.
جلسه د سهار پر ۱۰ بجو د هلمند بٌست امارتي شرکت د ریاست مقام کې د مؤظف هیئت په وسیله ترسره شوه چې د ټولو اصولو او مقرراتو په رعایت سره ماپښین پر ۲ بجو په موفقانه ډول پای ته ورسېدل